د بابر او نصیر خېلو کانال د سربند د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Sat, Dec 07 2024 4:04 PM
1

د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په کاپیسا ولایت کې د بابر او نصیر خېلو کانال د سربند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې د اف. اي. او دفتر په مالي لګښت د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو او ورسره مل د کابل عمومي حوزوي ریاست مسؤلینو د تګاب سټيشن ستونزې هوارې او دغه سټیشن یې بېرته فعال کړ.

User account menu