د برېښنا انرژي قانون د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Dec 08 2024 1:54 PM
1

دغه ناسته د انرژي تګلارو د رئيس محترم ډاکټر فتح الله خالد تر مشري لاندې د برېښنا انرژي قانون د تسوید او ارزونې کمېټې د غړو، چې په ترکیب کې یې د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي کمېټه  او د مالیې، صنعت او سوداګري، کانونو او پټرولیم او کلیو بیارغونې وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت، د سټنډرډ او چاپېریال ساتنې ملي ادارو او د افغانستان د سوداګري او پانګونې خونو او د علماوو د تخریج کمېټې استازي شامل دي، د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د نوموړي قانون په هکله د اړوندو ادارو له لوري د وړاندې شویو اندونو په اړه بحث او ارزونه ترسره شوه او همدارنګه  نوموړې مسوده د غونډې د غړو له لوري د وروستي کولو په موخه تر ارزونې او څېړنې لاندې ونیول شوه.

User account menu