د « سولر سیسټم د ډیزاین» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه پيل شوه

mew-admin
Tue, Dec 10 2024 11:23 AM
1

دغه درې ورځنۍ ښوونیزه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د کارکووونکو ریاست له لوري د انرژي تګلارو ریاست په همکاري سره د وزارت د غونډو په عمومي تالار کې پيل شوه.

په دغه ښوونیزه برنامه کې به د سولر سیسټم د پېژندنې، د هایبرید ډولونو، د سولر سیسټمونو د ضایعاتو د مخنیوي، نصبولو ، په لاره اچولو او د سولر سیسټم د ډیزاین یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په هکله د متخصصینو له لوري اړین معلومات د دغې برنامې ۳۰ تنو ګډونوالو ته وړاندې شي.

User account menu