پروان ولایت کې د څلورو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Mon, Dec 16 2024 9:37 AM
1

د پروان ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم انجینر مجیب الرحمن حبیبي د پروان  ولایت د مرکز  اړوند د پل مټک، د خواجه کانالونو د سربندونو ، د پل سعدالله د سیند د تحکیماتو او د بګرام کانال د څنډو  درغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو پروژو رغنیزې  چارې د اف. اي. او  مؤسسې په مالي لګښت دپروان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د نوموړ پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د سیلاب اوبه کنټرول او د خلکو ستونزې به هم تر یوه حده هوارې شي.

User account menu