کندز ولایت کې د چهار درې عمومي کانال پروژې  د۳۰ فرعي دروازو بیارغونه او ۷ کیلو متره پاکاري د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Sun, Dec 29 2024 9:31 AM
1

د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي عمومي کانال پروژې د ۳۰ فرعي دروازو بیارغونه او ۷ کیلو متره پاکاري د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د ډي. اي. آی موسسې مسؤل محترم انجنیر امین‌زي او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی کانال د ۵۵ فرعي دروازو په درلودلو سره د۱۲۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د نوموړې پروژې چارې د ډي. اي. آی موسسې په مالي ملاتړ د پنج آمو عمومي حوزوي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه.

User account menu