د فاریاب ولایت په څلورو ولسوالیو کې د اوبو د کموالي ستونزې د هوارولو په هکله خبرې، اترې شوې
د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوی محي الدین مبارز او ورسره مل ټیم د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش، شیرین تګاب، دولت آباد او اندخوی ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل او په نوموړو ولسوالیو کې د اوبو د کموالي ستونزې د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه ناسته کې، په نوموړو ولسوالیو کې د اوبو د کموالي ستونزې د هوارولو په هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.
