د بامیان ښار هایدروجیولوجیکي مطالعات او جیو فزیکي څېړنې ترسره شوې
د اوبو او انرژي وزارت د بامیان ښار د ځمکې لاندې اوبو سرچینو او ځمکې پوړونو د جیولوجیکي جوړښت د پېژندنې او ارزونې په موخه، د دې ښار په مرکزي سیمو کې هر اړخیزه جیوفزیکي څېړنې ترسره کړې.
دغه څېړنې چې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست د څېړنیز ټیم له لوري په ۱۴۰۳ هـ ل کال کې ترسره شوې، د ځمکې اوبهلرونکو پوړونو د پنډوالي او د اوبو سرچینو له پلوه د زیانمنېدونکو سیمو د پېژندنې او جوړښت لامل شوې.
د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا او له مازادو سطحي اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه وړاندیز وشو، چې د عیسی خان ښارګوټي په سیمو کې د یو کانال د کښلو سره یو شمېر تزریقي څاګان وکيندل شي.
د دغو څېړنو تفصیلي راپور د اوبو سرچینو عمومي رئيس، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئيس او فني متخصصینو په شتون کې وړاندې او تر ارزونې لاندې ونیول شو.
د اوبو او انرژي وزارت په هېواد کې د اوبو سرچینو د پایداره مدیریت او د دې حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره اغېزمنو لارو چارو پلي کولو ته ژمن دی.