تخار ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه په موټر وینځلو ځایونو او حمامونو کې د میټرونو د نصب پروسه پیل شوه

MEW-Media
Wed, Jan 29 2025 9:43 AM
۱

د تخار ولایت په دشت قلعې ولسوالي کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه په موټر وینځلو ځایونو او حمامونو کې د میټرونو د نصب پروسه د تخار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي میر محمد احبار او د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو د موټر وینځلو ځایونو او حمامونو مسؤلینو ته د نورمونو، کړنلارو او لارښودونو سره سم د ځمکې لاندې اوبو د مصرف په برخه کې اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu