د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د بخش آباد بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د هریرود-مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا او د فراه د اوبو او انرژي رئیس ملا برهان الدین مینوال په ملتیا د فراه ولایت د بخش آباد بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي آخندزاده، د نوموړي بند د انجینرانو شته ستونزو ته په اشارې سره د پوره همکاري ډاډ ورکړ او د قراردادي شرکت مسؤولینو ته یې د چارو د غوره کیفیت او چټکتیا په هکله اړینې لارښوونې وکړې.