د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د کندهار ولایت د اوبو او انرژي له رئیس او کارمندانو سره وکتل

mew-admin
Sat, Feb 08 2025 11:39 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس ملا سید محمد شرافت، آمرینو، مدیرانو او تخنیکي کارمندانو سره ولیدل.

ښاغلي منصور، د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او فرامینو د پلي کولو سربېره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د لارښوونو په پلي کولو هم ټینګار وکړ او د اوبو او انرژي وزارت د لاسته راوړنو په هکله یې پوره معلومات او توضیحات ورکړل.

د کندهار د اوبو او انرژي رئیس د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او فرامینو د پلي کولو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د لارښوونو د پلي کولو په هکله هم ډاډ ورکړ او د نوموړي ریاست د پروژو او ورځنیو کړنو په هکله یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.

User account menu