هلــمند عمومي حوزوي رياست کې د مديريتي مهارتونو تر سرلیک لاندې ۱۴ ورځنی سمینار پای ته ورسيد

mew-admin
Thu, Feb 27 2025 9:58 AM
1

دغه سمینار د هلمند عمومي حوزوي ریاست د کفیل محترم الحاج انجنیر خان آقا بارک او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پای ته ورسېد.

ښاغلي بارک د نوموړي سمینار په پای غونډه کې د اغېزمن مدیریت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، که چیرې یو مدیر په خپل مدیریت باندې ښه حاکمیت ولري کولای شي، چې اداره ښه پرمخ یوسي او د شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

همدارنګه، د ګډونوالو تر ارزونې وروسته به بریالیو کسانو ته ستاینلیکونه وکړل شي.

User account menu