د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس ګرزیوان ولسوالي ته د څښاک اوبو ستونزې د هوارولو په موخه سفر وکړ

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم د ګرزیوان ولسوالي د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزې هوارولو او په امارتي ځمکو کې د شخصي ودانیو د جوړولو د مخنیوي په موخه دغې ولسوالي ته سفر وکړ.
ښاغلي مبارز او ورسره مل ټیم د نوموړي ولسوالي له ولسوال، امنیه قوماندان او مشرانو سره تر لېدنې وروسته په دې هکله خپل راپور د ولایت له مقام سره شریک کړ.
همدارنګه، د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم د بند جوړولو په موخه دخواجه غار درې لومړنۍ سروې ترسره کړه.