سمنګان ولایت کې د درې چکډمونو او یو کانال جوړولو پروژو چارې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر ولسوالي کې د درې چکډمونو او ۱۰۰ متره کانال جوړولو پروژو چارې د ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۳۰۰ افغانیو په لګښت د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل، د اکتید موسسې مسؤلینو، د فیروزنخچیر ولسوال محترم شیخ عبدالرحیم سارباغي او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.
له دغو پروژو څخه چې درې زره کسان برخمن کېږي، چارې یې د اکتید موسسې په مالي لګښت د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.