د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مازاد ځمکې له سیمې څخه لیدنه ترسره شوه

mew-admin
Tue, Apr 15 2025 4:55 PM
1

د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت او کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارتونو او د سروې او کدستر، جیودیزي او کدستر او اراضي ریاستونو له ګډ ټیم سره د سمنګان ولایت د مرکز ایبک په پل دریاخان سیمه کې د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست  له مازاد ځمکې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عادل د ځمکو د تصفیې ګډ ټیم ته لارښوونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت اړوند یوه اندازه ځمکه په سمنګان ولایت کې غصب شوي او باید تصفیه شي.

User account menu