پکتیکا ولایت کې د یوه سربند او د ساتنې دېوال جوړېدو چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
Wed, Apr 16 2025 2:52 PM
1

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالي اړوند د پیرکوتي کلي د بلول سربند او د ساتنې دېوال جوړېدو چارې د ۴ میلیونه، ۱۸۸ زره او ۱۰۹ افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

نوموړی سربند ۳۰ متره اوږدوالی لري، چې د یوې خوا دېوال اوږدوالی یې ۹۵ متره او د بلې خوا اوږدوالی یې ۴۵ متره دی.

د نوموړې پروژې چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو  په بشپړېدو سره به یې ۸۵ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د دغې پروژې چارې د یو. ان. ډي.پي موسسې په مالي لګښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu