د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د اوبو او انرژي ریاست د کارمندانو له حاضري څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Thu, Apr 17 2025 9:08 AM
1

د بلخ ولایت د اداراتو د کارمندانو د حاضري او اضافه کاري د څارنې کمیسیون د بلخ ولایت د کارکوونکو چارو رئيس محترم بخت محمد مومنیار تر مشري لاندې د اړوندو ادارو او د شمال عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د بلخ ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین په شتون کې د نوموړو ریاستونو له حاضري او اضافه کاري څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مومنیار د نوموړو ریاستونو کارمندان خلکو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو ته وهڅول.

همدارنګه، د شمال عمومي حوزوي رئيس د کارمندانو له حاضري څخه څارنه د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې یو ښه ګام و باله او په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu