لغمان ولایت کې د شاهي کانال چارې ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, Apr 19 2025 2:40 PM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او تخنیکي سلاکار محترم انجنیر سید عبدالرحیم سادات د شاهي او بدیع الاباد کانالونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي اوس مهال چارې یې 10سلنه پرمخ تللې دي.

همدارنګه، د بدیع الاباد کانال هم د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي موقعیت لري او چارې یې د ۳۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د اف. اې. او موسسې په مالي لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۴۰۰۰جریبه ځمکه خړوبه شي.

User account menu