د سرخاب ذخیروي بند د حقابې پر سر ستونزې د لوګر ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره شریکې شوې

mew-admin
Sat, Apr 19 2025 3:01 PM
1

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولسوالي مشرانو خپل وړاندیزونه او ستونزې په ځانګړې توګه د سرخاب ذخیروي بند د حقابې پر سر ستونزه له ښاغلي آخندزاده سره شریکه کړه.

ښاغلي آخندزاده د نوموړي ولسوالي له مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به ډیر ژر د وزارت له رهبري سره شریکې کړي، ترڅو ورته اصولي او قانوني حل لاره وموندل شي.

User account menu