غور ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
Sun, Apr 27 2025 10:33 AM
1

د غور ولایت د چهار سدې ولسوالي حاجي کلي کې د څښاک اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د غور ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم ملا رحمت الله اماني په شتون کې پیل شوې.

ښاغلي اماني د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل چې اوبه یوه حیاتي ماده ده او زیاته یې کړه، چې د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د ۷۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبه چمتو شي او د نوموړي کلي د خلکو ستونزې به د څښاک اوبو په برخه کې هوارې شي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بودجې څخه د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu