کنړ ولایت کې د ترړې چکډم چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Wed, Apr 30 2025 10:27 AM
1

د کنړ ولایت  د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالي کې د ترړې چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې د ۳ میلیونه، ۱۵ زره او ۶۵۷ افغانیو په لګښت د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې یې تر اوسه پورې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.

User account menu