فاریاب ولایت کې د یو شمېر خپلسرو نیمه ژورو څاګانو د کېندلو مخنیوی وشو

mew-admin
Mon, May 05 2025 11:17 AM
فاریاب

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د خواجه موسی ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر خپلسرو نیمه ژورو څاګانو د کېندلو مخنیوی وکړ او د څاه‌کېندونکو ماشینونه ئې مهر او لاک کړل.

د نوموړي ریاست مسؤلینو څاه کېندونکو ته لارښوونه وکړه، چې د ژورو او نیمه ژورو څاګانو د کېندلو په موخه دې له نوموړي ریاست څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

User account menu