د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د برېښنا رسونې پراختیایي پروژې د چارو د لیدنې په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
Sat, May 10 2025 4:48 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د برېښنا رسونې پراختیایي پروژې د چارو د لیدنې په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

محترم وزیر صاحب د خپل سفر په بهیر کې د مرکز ګردیز څخه د برکوښ او خواځکو سیمې ته د برېښنا رسولو پروژې څخه لیدنه وکړه، ده د دغې پروژې د کارونو څخه خوښي څرګنده کړه او د مسؤلینو هڅې یې وستایلې.

یاده دې وي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د برکوښ او خواځکو سیمې چې د روسې او امریکایي اشغال په وخت یې خورا زیات جهادي اهمیت درلود د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

د نوموړې پروژې د پایو د نصب او لېږد مزي پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له خوا د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا د برېښنا ریاست له خوا تطبیق شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu