میدان وردګ ولایت کې د درې چکډمونو او دوو کانالونو چارې ۸۸ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, May 17 2025 9:22 AM
1

د میدان وردګ والی محترم قاري بختیار معاذ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا آتونباییفا او د میدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم په ملتیا د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي په اولخېلو سیمه کې د هغې پروژې د چارو له بهیر څخه څخه چې پکې درې چکډمونه، دوه کانالونه، یو حوض ، یو قالين شویي او څلور پلګوټي شامل دي،  او چارې  یې د ۱۱۴ زره ډالرو په لګښت روانې دي،لیدنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د نوموړې پروژې د چارو څخه د لېدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د میدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د څو نورو پروژو پلي کول هم منظور کړي.

نوموړو مسؤلینو د پروژې مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې چې د اېف اې او موسسې په مالي لګښت د میدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۸۸ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu