د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اهل تشیع له مشرانو سره په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزې په هکله خبرې وکړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د کابل د اهل تشیع مشرانو له یوې ډلې سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د اهل تشیع مشرانو د څښاک اوبو د کمښت په برخه کې خپلې ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د کابل ښار د څښاک اوبو د ستونزو هوارول د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی او د دغه وزارت له لوري د دغو ستونزو د هوارولو په موخه اوږدمهاله او لنډ مهاله پلانونه په پام کې نیول شوي دي.
همدارنګه، ښاغلي منصور په دغه لیدنه کې یادونه وکړه، چې د للندر شاتوت بند سروې او ډيزاین ترسره شوی او د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه لوري هم ورته بودجه منظوره شوې، چې ان شاالله په نږدې راتلونکې کې یې عملي چارې پیلیږي، چې د دغه بند په جوړېدو سره به په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کمښت ډیرې ستونزې هوارې شي.