غزني ولایت کې د سنګجوی لومان بند چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د غزني د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالي کې د سنګجوی لومان بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې چې د سیمې د خلکو په مالي لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.
نوموړی بند د ۴۰ متره په لوړوالي سره جوړیږي، او ترسه پورې پکې د ۲۶ متره په لوړوالي سره اوبه زېرمه شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ، تر ۲۰۰ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.