ننګرهار ولایت کې د ۸ کړیو مشاهداتي څاګانو د اوبو د اندازه کولو لپاره یو نوی سیسټم فعال شو
د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د ۸ کړیو مشاهداتي څاګانو څخه د اوبو د اندازه کولو او د ځمکې لاندې اوبو د ارقام اخیستلو په موخه یو نوی او عصري سیسټم فعال کړ او د څاګانو د حفظ او مراقبت لپاره یې د بکسونو نصب او منتاژ ترسره کړ.
د دغهٔ سیسټم (دیتالوګر) په مرسته به راتلونکي کې د ځمکې لاندې اوبو ارقام په اتوماتیک ډول اندازه ګیري کېږي.