فاریاب ولایت کې د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Wed, Jun 25 2025 2:15 PM
1

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالي کې د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال جوړونې او پاکاري چارې چې د ۷۵ زره او ۲۴۱ آمریکایي ډالرو په لګښت د ایف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د نوموړي کانال د چارو په بشپړېدو سره به پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

User account menu