فاریاب ولایت کې د کانالونو د جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Tue, Jul 15 2025 10:18 AM
1

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالي کې د قره شیخي، کوه صیاد او تورت کل بلوڅ د کانالونو د جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د قره شیخي کانال پاکاري د ۵۴۰ متره په اوږدوالي د ۱۳ زره او ۸۱۳ اعشاریه ۴۱ امریکايي ډالرو په لګښت چې چارې یې ۱۰ سلنه، د تورت کل بلوڅ کانال جوړول د ۳۰۰ متره په اوږدوالي او ۱۱۰۰ متره پاکاري د ۶۷ زره او ۳۹۱ اعشاریه ۴۴ امریکایي ډالرو په لګښت چې چارې یې ۳۰ سلنه او د کوه صیاد کانال جوړول د ۴۰۰ متره په اوږدوالي چې چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي، د نوموړو کانالونو په بشپړېدو سره به زیاته اندازه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

د یادولو وړ ده چې د دغو کانالونو د جوړولو چارې د اېف، اې، او مؤسسې لخوا د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu