د کندهار ولایت محصلینو ته د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې په هکله تخنیکي ښوونیزه برنامه ترسره شوه

mew-admin
Thu, Aug 07 2025 1:34 PM

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت محصلینو ته د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې په هکله د انرژي د سکټور د پراختیا او د ځوان نسل د وړتیا لوړولو په موخه یوه ښوونیزه برنامه ترسره کړه.

په دغه ښوونیزه برنامه کې محصلینو ته د سولري سېسټم د بېلابېلو تخنیکي برخو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل شول او نوموړي تخنیکي ټیم د انرژي سکټور د پراختیا لپاره د دغه ډول ښوونیزو برنامو په لاره اچول اړینې او ګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې د هېواد د نورو ولایتونو محصلینو ته به هم دغه راز ښوونیزې برنامې وړاندې کړل شي.

User account menu