د اوبو او انرژي وزير د زابل له والي سره وکتل

MEW-Media
Sun, Aug 17 2025 9:00 AM
۱

د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور د زابل له والي او د زابل د اوبو او انرژي له رٸيس سره وکتل٠

په دغه لېدنه کې د اوبو او انرژي وزير د نوموړي ولايت له والي او د اوبو او انرژي له رٸيس سره په هغه ولايت کې د عمري بند په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه٠

له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزير د مرحوم اميرالمٶمنين ملا محمد عمر مجاهد زيارت ته ولاړ او د هغه روح ته يې دعا وکړه٠

User account menu