اوبو او انرژي وزارت کې اړوندو کارمندانو ته د « اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم» په برخه کې دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه جوړه شوه

MEW-Media
Sat, Aug 23 2025 11:33 AM
۱

د کارمندانو د وړتیا لوړولو د تېرو برنامو په دوام، دغه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه د « اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم» په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو د ریاست له لوري ترسره شوه.

په دغه برنامه کې، چې په چارو کې د اړینو آسانتیاوو د چمتوکېدو ، د کارمندانو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم ترمنځ  په چارو کې د همغږیو او انسجام د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې وه، پکې د شمال، پنج آمو او هلمند عمومي حوزوي ریاستونو او د دغو ریاستونو تر چتر لاندې د اوبو او انرژي ریاستونو څخه څه د باندې ۳۰ تنو کارمندانو ګډون درلود.

باید یادونه وشي، چې د دغه ډول برنامو جوړول د دغه وزارت د کارمندانو د کړنو د غوره‌والي او د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول لري او د دغه وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري به یې ترسره کول دوام ومومي.

 

User account menu