د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د تخار له والي سره په کندز ولایت کې د اوبو کموالي د ستونزې په هکله خبرې، اترې وکړې

MEW-Media
Tue, Sep 02 2025 3:05 PM
1

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار له والي او د دغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره وکتل او د کندز ولایت د خان آباد، اقتاش او قلعه ذال ولسوالیو کې د اوبو کموالي ستونزې د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، پرېکړه وشوه چې د اوبو پنځه ورځنی وېش جوړ شي، چې په پایلې کې به یې د کندز ولایت د اړوندو ولسواليو کرنیزې ځمکې په بشپړ ډول خړوبې شي.

User account menu