د انرژي معینیت په اونیزه اداري او تخنیکي ناسته کې د دغه معینیت اړوند د یو شمېر اداري او تخنیکي موضوعاتو په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Tue, Sep 09 2025 12:47 PM
1

دغه ناسته د  اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په تیره غونډه کې د پنځه‌کلن پراختیایي پلان د نوي‌کولو په هکله د پریکړو په تړاو د ترسره شوو اجراآتو د ارزولو ترڅنګ، د دغه معینیت د پلان او پروژو جوړونې عمومي ریاست او د انرژي زونونو او د انرژي انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاستونو د ۱۴۰۵ لمریز کال د تشکیلاتي جوړښت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر اورېدو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره‌والي په هکله اړینې لارښوونې وکړې او په دې تړاو اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu