پکتیکا ولایت کې د برېښنا انرژي په برخه کې د دریو فعالو شرکتونو تعرفې او تخنیکي چارې و ارزول شوې

MEW-Media
Sat, Sep 13 2025 10:06 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او  د دغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر سره وکتل او د خپل سفر په هکله یې اړین معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، نوموړي پلاوي د پکتیکا ولایت په مرکز، ښرنه کې د برېښنا انرژي په برخه کې د دریو فعالو شرکتونو د تعرفو او تخنیکي چارو کره ارزونه او څارنه ترسره کړه.

د دې سفر اصلي موخه د پکتیکا ولایت د برېښنایي خدمتونو د فعالو شرکتونو تثبیت، څارنه او د هغوی د قانوني کولو پروسې چټکتیا وه. د سفر په پایله کې اړوند اسناد ثبت شول او د ولایت له ادارې سره د همکاري عملي لارې لا روښانه او پیاوړې شوې.

User account menu