تخار ولایت کې د اوبو د اتو پروژو د سمون او بیارغونې چارې د ۳۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
Tue, Sep 16 2025 2:00 PM
1

د تخار ولایت په چال، بهارک او فرخار ولسوالیو او مرکز، تالقان کې د خانقا او سنګ لشم، ګاو مال او شاه روان، جرارق او عبدالحمید کانالونو، سربند، استنادي دېوالونو، کنټرولي دروازو، واشکلورد او دهنو سمون او بیارغونه او د کانالونو د پاکاري چارې د ۳۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د تخار د اوبو او انرژي رئيس محترم سراج الدین وهاج او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

په دغه پروژو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۰ زره او ۵۴۶ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبې او ۱۶۲ زره کسان به ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي.

د نوموړو پروژو چارې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت او د تخار د اوبو او انرژي ریاست او نوموړي سازمان تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، د اتو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به  وسپارل شي.

User account menu