فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم جوړولو چارې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
Sun, Sep 21 2025 8:52 AM
1

د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم جوړولو چارې د ۴ میلیونه، ۶۲۲ زره او ۷۹۰ افغانیو په لګښت د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز، د المار ولسوال او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

نوموړی چکډم د ۷۰ متره په اوږدوالي او د ۵.۹ متره په لوړوالي سره د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د اوبو د زېرمه کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په موخه جوړیږي.

 

 

User account menu