غزني ولایت کې د پنځو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت او د غزني د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیمونو د غزني ولایت په ناوه، ګیلان، قره باغ او ګیرو ولسوالیو او د غزني ولایت په مرکز کې د حضرت عمر ، مقرب ، علیشیرخېلو او بهلول چکډمونو او د کروسای ملایانو د استنادي دېوال تخنیکي سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه، سیلابونه کنټرول او د کرنیزو ځمکو د ویجاړیو مخنیوی وشي.