زابل ولایت کې د یوه چکډم پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
Sat, Oct 04 2025 9:45 AM
1

د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالي په ګزک کلي کې د یوه چکډم پروژه د ۳ میلیونه، ۱۶۴ زره  او ۵۲۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به د ځمکې لاندې اوبه پياوړې، د سیلابونو ګواښونه کنټرول او د اوبو سرچینو د پایدارې ساتنې لامل شي.

د دغې پروژې چارې د یو، این، ډي، پي موسسې په مالي لګښت د زابل د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

User account menu