د لوګر ولایت اوسېدونکو د اوبو او انرژي وزارت له چوپړتیاوو څخه خوښي وښوده

MEW-Media
Mon, Oct 13 2025 2:02 PM
1

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئیس ملا محمد اسماعیل اخندزاده د خپل کار په دفتر کې د دغهٔ ولایت له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

ښاغلي اخندزاده د لوګر ولایت دغو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت لخوا د هېواد په هر ګوټ کې د اوبو او برېښنا په برخه کې لويې او وړې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې زموږ هېواد د اوبو او برېښنا له پلوه په بشپړه توګه پر ځان بسیا شي.

د لوګر ولایت قومي مشرانو په دغه ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په برخه کې د بنسټیزو پروژو له پلي کېدو څخه خوښي وښوده او ښاغلي اخندزاده ته یې د ویاړ پګړۍ ور په سر کړه.

User account menu