غزني ولایت کې د زردالو بند د جیوتخنیک سروې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه

MEW-Media
Tue, Oct 14 2025 10:27 AM
1

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د زردالو بند د جیوتخنیک سروې د ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د غزني د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد شفیق عمر منصور، د ولایت مقام د استازي، د قره باغ ولسوال محترم مولوي نورالله اتل او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.

د نوموړي بند سروې به د کابو درېیو میاشتو په موده کې بشپړې، چې د سروې تر بشېړېدو  وروسته به نوموړی بند د ۴۰ متره په لوړوالي د شاوخوا ۱۵ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو په وړتیا د کابو ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي او نږدې ۸۰۰۰ کورنۍ ورڅخه په مستقیم ډول ګټه پورته کړي او ۱۱۰۰ هکتار کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړي بند د جیوتخنیک سروې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه ترسره کېږي.

User account menu