د غزني ولایت د سردې ذخیروي بند اوبه د غنمو د نوي کښت د خړوبولو په موخه د پنځو ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د سردې ذخیروي بند اوبه په هغه ولایت کې د ټولو میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه همغږۍ د غنمو د نوي کښت د خړوبولو په موخه د پنځو ورځو لپاره خوشې کړې.
د غزني د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو ټولو کروندګرو ته لارښوونه وکړه، چې د نوموړي بند له خوشې شوې اوبو څخه په سمه توګه ګټه پورته او له بېځایه لګښت څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سردې ذخیروي بند د اوبو د تر خوشې کېدو مخکې ټول اصلي او فرعي کانالونه پاکاري شوي دي.