د کابل ولایت د ولایتي انرژي کمېټې په دوهمه ناسته کې د برېښنا انرژي په برخه کې د پانګونې د جلب په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Tue, Oct 21 2025 2:28 PM
1

دغه ناسته د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید تر مشري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي زونونو د انسجام ریاست، د کابل د اوبو او انرژي ریاست او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د مسؤلینو په شتون کې د کابل ولایت په انګر کې ترسره او د برېښنا انرژي په برخه کې د پانګونې د جلب په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، په کابل ښار کې د برېښنا انرژي په برخه کې د شته ستونزو د هوارولو او سپما، د برېښنا انرژي په برخه کې د پانګونې د جلب او د انرژي په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د پلانونو او لاسته راوړنو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په هکله هم خبرې، اترې وشوې او اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu