سمنګان ولایت کې د عمومي کانالونو لپاره ۱۲ چک باشیان وټاکل شول

MEW-Media
Wed, Oct 22 2025 9:55 AM
۱

د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل له چک باشیانو، میر آبانو او د اوبو ټولنو له رئيسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې په دغه  ولایت کې د عمومي کانالونو لپاره ۱۲ چک باشیان وټاکل او ورته رسمي کارتونه ووېشل شول.

ښاغلي عادل له نویو ټاکل شوو چک باشیانو څخه وغوښتل چې د اوبو پر سر له معاملې او غدر څخه په کلکه ډډه وکړي او خپلې دندې په غوره توګه ترسره کړي.

User account menu