هرات ولایت کې ۱۵۰۰ کړۍ جذبي څاګانې کېندل شوې او پر ۲۰۰ کړیو څاګانو باندې میټرونه نصب شوي دي

MEW-Media
Wed, Oct 29 2025 9:01 AM
1

د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د روان‌کال په ترڅ کې د هغه ولایت د ښار او کلیو په بېلابېلو سیمو کې د هغه ولایت د اوسېدونکو له لارې ۱۵۰۰ کړۍ جذبي څاګانې د سطحي اوبو ضایعاتو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د ځمکې لاندې اوبو څخه د ګټې اخیستنې د قانوني کولو په موخه کېندلې دي.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو پر ۲۰۰ کړیو کرنیزو، صنعتي او سوداګریزو څاګانو باندې میټرونه نصب کړې دي.

User account menu