د هرات ولایت د امارتي نفت او ګازو شرکت له رئيس سره د هغه ریاست په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله خبرې، اترې وشوې
د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هرات ولایت د امارتي نفت او ګازو شرکت له رئيس محترم سید حفیظ الله عاصم سره وکتل او د هغه ریاست په انګړ کې د حذبي څاګانو د کېندلو او میټر د نصب په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه، په دغه ناسته کې د ځمکې لاندې اوبو د ارزښت او د ځمکې لاندې اوبو د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي په هکله هم خبرې، اترې وشوې.
