هرات ولایت کې د اوبیزو تاسیساتو پر بستر او حریم باندې د ۱۵ پېښو د تعرض مخه ونیول شوه

MEW-Media
Thu, Oct 30 2025 9:41 AM
۱

د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د روان کال په وروستیو میاشتو کې په هغه ولایت کې د اوبیزو تاسیساتو پر بستر او حریم باندې د ۱۵ پېښو د تعرض مخه ونیوله او د عامه شتمنیو د ساتنې او د اوبو سرچینو پر بستر او حریم باندې د تعرضاتو د مخنیوي په موخه، اغېزمن اقدامات ترسره کړي دي.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو  د اوبیزو سرچینو په حریم او بستر کې د غیر قانوني ودانیو د مخنیوي لپاره د سیمه ایزې سروې د ترسره کولو، د حریم برخو د تثبیت، زیانمنېدونکو سیمو کې نښه اېښودنه په ځانګړې توګه( د کاراباد اوبیزه مجرا، جوی نو او انجیل ویاله) او خلکو او اړوندو ادارو ته د پوهاوی ورکولو له لارې عملي ګامونه پورته کړي دي.

 

User account menu