د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس له بین الوزارتي پلاوي سره د بادغیس ولایت د موري‌چاق کلي د ارضي چارو د څېړلو په موخه وکتل

MEW-Media
Sun, Nov 02 2025 9:11 AM
۱

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي له بین الوزارتي پلاوي سره د بادغیس ولایت د موري چاق کلي د ارضي چارو د څېړلو په موخه وکتل او د اړوندې موضوع په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدغه راز، د هرات د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم له شلو ځایونو څخه لکه د موټر وینځلوځایونو، حمامونو، مارکیټونو، سوناګانو او سوداګریزو ټولنو څخه لیدنه وکړه او د نوموړو ځایونو خاوندان یې د جذبي څاګانو کېندلو او میټرونو نصبولو ته وهڅول او هغوی ژمنه وکړه، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې به جذبي څاګانې وکینې او په څاګانو کې به میټرونه نصب کړي.

 

User account menu