خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

MEW-Media
Sat, Nov 08 2025 11:40 AM
۱

د خوست ولایت د علیشرو تریزایي ولسوالي اړوند د شاوې سربند او چندو کلي د اوبو رسونې پروژو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ریاست تخنیکي ټیم او د خوست ولایت د کلیو پراختیا او اقوام او قبایلو چارو رئيسانو په شتون کې پيل شوې.

د نوموړو پروژو قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته د چارو د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د پای ته رسېدو په موخه اړینې لارښوونې وشوې.

User account menu