د برېښنا انرژي د تولید یوه شرکت ته جوازلیک ورکړل شو

MEW-Media
Tue, Nov 11 2025 3:21 PM
۱

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروقي د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عبدالسمیع برېښنايي چوپړتیاوو شرکت مسؤل ته د برېښنا انرژي د تولید جواز لیک ورکړ.

د دغه وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس د نوموړي شرکت مسؤل ته د جوازلیک د ورکړې پر مهال د رښتینې چوپړتیاوو پر وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ، او د نوموړي شرکت له مسؤل څخه یې وغوښتل چې نور شرکتونه هم د جوازلیک تر لاسه کولو ته وهڅوي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی شرکت له دغه جوازلیک سره سم، د لیسې مریم په سیمه کې ۳۴ کیلو واټه لمریزه برېښنا تولیدوي.

User account menu