د فاریاب ولایت د دوو ولسوالیو له سیمه ایزو مسؤلینو سره د شګو را اېستلو او خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي په هکله خبرې وشوې
د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار او چهلګزي له ولسوالانو سره په جلا، جلا لیدنو کې د شګو را اېستلو او خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغو لیدنو کې د نوموړو ولسوالیو ولسوالانو د شګو را اېستلو او خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
